افغانستان کی سوله نشته ! اجازه وکړى مونږ پاتي شو!


Deutsch | English | فارسی |  پښتو | العربية

Samstag, 20. Mai | 14:00 Uhr
U1/U2/U4 Karlsplatz, Resselpark
March on Bundeskanzleramt
Event on Facebook

مونږ کډوال ،مدنى ټولنى او سياسى  سازمانونه د شنبى ورځ چى د مى د مياشتى د 20 نيټى سره سمون خوري د کډوالو د بيرته ستنیدو پخاطر لاريون (مظاهره)وربللی.
د اتريش حکومت بايد په چټکي سره ، کومه تړون چي دافغانستان حكومت او د اروپايي اتحاديي تر منځ دکډوالو د بيرته ستنیدو په سر کړي دى د لغوه کولو لپاره يي جدي اقدام وکړي ! ټول انسانان چي د هر ځاي تابعيت لرونكې وي حق لري چي  دسولی لاندی ژوند وکړی
دافغانستان ناوړه حكومت داروپايي هيوادونو سره د80000 کډوالو د بيرته ستنيدو په سر د 1,2 ملياردو يورو دلاسته راوړلو دپاره يو تړون لاسليك کړيدي،امکان لرى چي اتريش تر 13000 کډوال بيرته ستانه کړي . مونږ کولاي شو چې ددى لاريون په زور ددغې نامشروع کار مخه ونيسو ، ځکه په اجبارى ډول دى جنګ ځپلۍ هيواد ته د کډوال ستانول د مرګ خطرلري.
د امريكې ولسمشر دونالد ترمپ په امر د افغانستان په خاوره ددنيا تر ټولو ستر غير هستوي بمب غورځول سره دغه هيواد جنګ کي دډېر والى سبب شوی .
داتريش د بهرنيو چارو وزير خپل هیوادوالو او ملکي  خلکو افغانستان ته د سفر کولو او د موشکى بمونو ،ماينونو او ترهګري بريدونو خبردارى وکړى
.
د بهرنيو چارو وزير سباستين کورتس او د کورنيو چارو وزير سبوتکا ته د انسانانو ژوند او انساني حقوق هيڅ اهميت نلري.