د (ÖVP) او (FPÖ) د کډوالو د بېرته‌استولو سیاست پر ضد لاریون


Deutsch  | English |   فارسی | پښتو |  العربية
د انسانانو ژوند وژغورئ!
د (ÖVP) او (FPÖ) د کډوالو د بېرته‌استولو سیاست پر ضد لاریون
 
☂☂ د کډوالو د نړيوالې ورځ په ترڅ کې لاريون! کډوالو ته د پناه ورکولو لپاره د سمبول په توګه  ځان سره چترۍ راوړئ! ☂☂
 
د (ژغورونکې اروپا) تر شعار لاندې اوتریش د اروپايي هېوادونو د ګډې شورا مشري اخلي. د (ÖVP) او (FPÖ) ګوندونو لپاره دا له اروپا څخه د یوې بندې کلا جوړولو په مانا ده. پدې توګه دغه ګوندونه د ټولو هغو مرګونو پړه پر غاړه اخلي چې اروپا ته د تښتې په موخه پر لارو کې مړه کېږي. موږ، د کډوالۍ لپاره د پشرپال سیاست پلټفارم، داسې یوه اروپا غواړو چې د انسانانو ژوند ژغوري. 
 
هره ورځ زموږ ملګري او ملګرې د پناه‌غوښتنې له ادارې څخه منفي ځوابونه اخلي. پدې لړ کې د پناه‌غوښتنې دلیل ته پام نکېږي او انسانی حقونه په سیستماتیکه توګه تر پښو لاندې کېږي. د پناه‌غوښتونکیو لپاره دا پدې مانا ده چې حتا اوتریش کې به هم په وېره ژوند تېروي. اوتریش ته راغلي پناه‌غوښتونکي بېرته داسې په کړکېچ او جګړه کې اخته سیمو ته لېږل کېږي چې ژوند ته یې ګواښ وي. هغه راپورونه چې د بېرته ستنو شویو کډوالو د مرګ په هکله دي ورځ تر ورځې زیاتېږي. 
 
„دا یې وخت دی“ شعار، د حکومت لپاره دا مانا لري چې نور به اروپايي اتحادیه کې هیڅوک پناه  نشي غوښتلای. خو موږ وایو „دا یې وخت دی“ دی چې  خلک د‌ پناه غوښتنې حق ولري او نور څوک هغو سیمو ته بېرته په زور ستانه نکړل شي چې جګړه پکې روانه ده. 
 
موږ، کډوالۍ لپاره د بشرپال سیاست پلټفارم، د بشرپالو انسانانو ټولنه، مدني ټولنه، این‌جي‌او ګانې او بېلابېل سیاسي خوځښتونه، تاسو ټول د جون په ۲۰مه نېټه، چې د کډوالو نړیواله ورځ ده، رابلو چې موږ سره واټونو ته راووځئ. 
 
د پناه غوښتنې له حق څخه دفاع او هغو هېوادونو ته د خلکو په زوره د استولو مخنیونه چې لا هم جګړه کې دي د انسانانو د ژوند د ژغورلو په مانا ده. موږ سره یوځای له دغو حقونو څخه دفاع وکړئ او واټ ته راووځئ!